کابل کې د وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله ونیول شوه

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۳۰ - ۱۹:۴۶
8

تېره ورځ د کابل ښار د ۱۱ امنیتي حوزې منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
یادو کسانو کابل ښار کې د وسله والو غلاوو په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود او تېره ورځ هم د یو عراده موټر د غلا پر مهال نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یو میل مکاروف تفنګچه هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.