هلمند کې ۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په سپین مسجد، ګوبند او دسیمیټي سیمو کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د یادو عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو د ۱۴ کړیو ماینونو د کشف او شنډ سربېره د ترهګرو د ماین جوړونې یوه ډیپو هم کشف او له منځه وړل شوې ده.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو درې عرادې موټرسایکلان هم له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پدې عملیاتو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.