د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په پایله کې له ګڼو ترهګریزو او جنايي پېښو مخنیوی شوی

د تېرې اوونۍ په لړ کې د ملي پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په پایله کې په کابل، خوست او بلخ ولایتونو کې د ماین چاودنې او چاودېدونکو توکو له پنځو قضیو مخنیوی شوی دی.
همداراز د کابل ښار د درېیمې، څلورمې، پنځمې، اومې، لسمې، پنځلسمې او شپاړلسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې اته تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د موټرو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یو عراده غلا شوې واسطه او یو میل تفنګچه د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په ترڅ کې د کابل ښار د شپاړلسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم یو عراده غلا شوی موټر د ملي پولیسو لاسته ورغلی دی.
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو له همکارۍ او ونډې اخیستنې مننه او درناوی کوي.