لوګر کې درې وسله وال غله ووژل شول

تېره شپه ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې درې متکرر وسله وال غله وژلي دي.
یادو کسانو به وخت ناوخت د کابل – لوګر پر لویه لار د عامو وګړو په لوټولو او وسله والو غلاوو لاس پورې کاوه؛ چې د ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو سره د مخامخ نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
د یادونې ده چې پدې نښته کې ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.