هرات کې د نشه يي توکو یو لوی قاچاقبر د تریاکو او هیروییو له یوې محمولې سره نیول شوی

پولیسو د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د نشه يي توکو یو لوی قاچاقبر نیولی دی.
یاد کس ۸۴۱ کیلو ګرامه تریاک او هیرویین په یو عراده موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې قاچاق یې کړي؛ چې له پولیسو سره تر وسله والې نښتې وروسته په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
د هرات ولایت پولیس له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې په غوڅ ډول مبارزه کوي او تر اوسه یې پدې برخه کې ګڼ شمېر قاچاقبران او نشه يي توکي نیولي دي.