پولیسو اته تنه د وسله والو غلاوو او د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو نیولي

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۸:۲۳
ب

پولیسو په کابل، خوست او کندز ولایتونو کې اته تنه د وسله والو غلاوو او د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو نیولي دي. 

له دې منځه دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد او د عامه نظم د اخلال په تړاو له دوه میله وسلو سره د کابل ښار د اومې ناحیې له اړوند سیمو او دوه تنه نور د هټیو د غلا په تړاو د کابل ښار د شپږمې ناحیې له اړوند سیمو نیول شوي دي. 

همداراز د خوست ولایت پولیسو هم دوه تنه د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې د مرکز له اړوند سیمو له دوه میله وسلو، دوه پایې مخابرو او یو کړۍ ولچک سره د کورونو او نقدو پیسو د غلا په تړاو نیولي دي. 

د کندز ولایت پولیسو هم د مرکز له اړوند سیمو دوه تنه د پیسو د غلا په تړاو نیولي دي. 

د یادونې وړ ده چې پولیسو په پروان او فاریاب ولایتونو کې دوه عرادې غلا شوې واسطې هم خپلو څښتنو ته سپارلې دي.