بغلان کې يو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نيول شوى

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۱۵:۲۲
5

نن له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو په پلخمري ښار کې يو کس د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو له پېژندنې وروسته نيولى دى.
دا کس داسې مهال ونيول شو، چې ۴۰ کيلو ګرامه نشه يي توکي يې د ترياکو له ډوله په يو عراده لېږدوونکې واسطه کې ځاى پر ځاى کړي وو او غوښتل يې له بلخ څخه يې کابل ته ولېږدوي.