هلمند کې د ترهګرو طالبانو ۱۵ پټنځایونه له منځه یوړل شول
امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو ۱۵ پټنځایونه کشف او له منځه وړي دي.
د دې عملیاتو پر مهال پر عامه لارو د ترهګرو طالبانو ۱۲ کړۍ ځای پر ځای شوي بېلابېل ډوله ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادونې ده چې په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.