نیمروز او خوست کې له شپږو ماین چاودنو مخنیوی وشو.
د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې کړۍ ماینونه کشف او چاودنه یې ورکړه.
ترهګرو طالبانو د زرنج – دلارم پر لاره درې کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او چاودنه ورکړل شوه.
په همدې حال کې د خوست ولایت په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې هم له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی دی.