بغلان او جوزجان کې شپږو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د نهرین ولسوالۍ په ساکه، حوزه آب خانه او تیلیان کلیو کې یو لړ تصفیوي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه ترهګر طالبان وژلي او بل یې ټپي کړی دی.
همداراز جوزجان کې هم ترهګرو د سرپل – جوزجان پر لویې لارې د پولیسو پر پوستو برید کړی، چې د امنیتي ځواکونو لخوا په شا تمبول شوی او په لړ کې یې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او یو یې ټپي شوی دی.
په یادو عملیاتو کې یو شمېر وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.