پکتیکا کې اتو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه ترهګرو طالبانو د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ په کرمو امنیتي پوستو برید کړی، چې په ترڅ کې یې دوه ترهګر طالبان ژوبل شوي دي.
همداراز د مټاخان ولسوالۍ په شینکۍ سیمه کې هم د ګډو هوايي عملیاتو په لړ کې درې ترهګر طالبان وژل شوي، یو یې ټپي شوی او دوه عرادې موټر سایکلونه یې له منځه تللي دي.
بلخوا ترهګرو طالبانو د مرکز ښرنې اړوند پر امنیتي پوستو برید کړی، چې په پایله کې یې یو ترهګر طالب وژل شوی او بل یې ټپي دی.
د دې نښتې پرمهال لس کړۍ مقناطیسي ماینونه، درې عرادې د وسایطو ضد ماینونه او یو شمېر مهمات له منځه تللي دي.