خوست کې له یوې چاودنې مخنیوی شوی.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو ملي پولیسو په مندوزیو کې د نوي هوايي میدان سیمه کې له یوې چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو په نوي هوايي میدان سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې په هدف د وسایطو ضد ماین ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.