کابل کې درې تنه د غیرقانوني وسلو د غلا او لېږد په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۰:۱۷
ص

تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کابل ښار د لومړۍ او نولسمې ناحیې له اړوند سیمو یو تن د پیسو د غلا او دوه تنه نور د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې یو کس د لومړۍ حوزې په اړوند سیمو د ۱۰ زره امریکايي ډالرو د غلا په تړاو او دوه تنه نور د نولسمې حوزې له اړوند سیمو د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
غلا شوې پیسې د پولیسو لخوا بېرته څښتن ته یې سپارل شوې دي.