خوست کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۶ - ۱۵:۴۰
w

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ملي پولیسو دوه کړۍ د وسایطو ضد ماینونه کشف او شنډ کړل.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه د کابل-خوست پر عمومي سړک د ملکي مرګ ژوبلې لپاره ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې شنډ شول.
همداراز د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د ملي پولیسو د ګزمې پرمهال یو کړۍ د وسایطو ضد ماین کشف او شنډ شو.
ترهګرو طالبانو د وسایطو ضد ماین د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.