خوست کې د وسایطو ضد ماین کشف او شنډ شو.
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د قلندر ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د وسایطو ضد ماین کشف او شنډ کړ.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د تخریبي کړنو او ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د قلندر ولسوالۍ د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.