کندهار کې اوه ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې. rahimzai_moi دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۲:۳۹ https://tinyurl.com/2h3bynn8 د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په سور سخر سیمه کې ملي پولیسو یو لړ عملیات ترسره کړي، چې له دښمن سره د کمین په ترڅ کې یو ترهګر طالب وژل شوی او ۱۳ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه د پولیسو لخوا کشف او شنډ شوي دي. همداراز د میوند ولسوالۍ په چشمو سیمه کې د ترهګرو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې یو ترهګر طالب وژل شوی دی. د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې دوه ترهګر وژل شوي او درې نور ټپیان دي. په یادو نښتو کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.