د هرات - کندهار پر لارې د یوې لويې چاودنې مخه ونیول شوه.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۲:۳۲
u

ملي پولیسو په هرات ولایت کې د یوې لويې چاودنې مخه نیولې.
ترهګرو طالبانو د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د هرات-کندهار پر عمومي سړک د ترهګریزو پېښو په موخه درې بشکه يي ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د پولیسو د یوه کشفي اقدام په لړ کې کشف و شنډ شول.
د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره د هرات-کندهار پر لارې د یوې لویې چاودنې او ملکي غمیزې څخه مخنیوی شوی دی.