خوست کې د غیرقانوني وسلو او د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو څلور تنه ونیول شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۰:۵۹
d

تېره ورځ د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند ملي پولیسو یو تن له یو میل کلاشینکوف سره، دوه تنه له دوه میله تفنګچو سره او یو تن له یو شمېر نشه يي توکو سره چې د شیشه له ډوله وو، نیولي دي.
نیول شویو وسله والو خوست کې د عامه امن او نظم په ګډوډولو لاس پورې کوه، چې د ملي پولیسو لخوا ونیول شول.
همداراز خوست کې پولیسو د تلاشیو په لړ کې د یو شمېر تورو ښیښو موټرو ښیښې هم سپینې کړې دي.