فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف شوه.

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۱ - ۱۷:۳۷
12

نن د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې چې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په کټه کلا کلي کې په لاره اچول شوي وو، د ترهګرو طالبانو د مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه یې کشف او ترلاسه کړه.
د ترهګرو طالبانو له زېرمې یو شمېر مهمات د یو شمېر ګولیو، سپکو او درنو وسلو، ماینونو او چاودېدونکو توکو له ډوله د امنیتي ځواکونو لاسته راغلي دي.
همداراز امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په رحمت اباد کلي کې دوه عرادې هاموې ټانګونه چې د ترهګرو په لاس کې وو، ترلاسه کړي دي.