د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه ترهګرو طالبانو د کندهار ولایت پر معروف ولسوالۍ د څلورو عراده موټرو څخه چې له چاودېدونکو توکو ډک وو، برید کړی چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له چټک غبرګون سره مخ شوي او په ترڅ کې یې ترهګرو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو سربېره د دوی برید هم په شا تمبولی دی.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۵ ترهګر طالبان وژل شوي او د دوی جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
اوسمهال د کندهار ولایت معروف ولسوالۍ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په واک کې ده او د سیمې وضعیت عادي حالت ته ورګرځېدلی دی.
د یادولو وړ ده، چې ولسوالۍ ته کمکي ځواکونه او تجهیزات هم لېږدول شوي او تر څو ساعتونو وروسته به په یاده ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو بشپړه تصفیه هم پیل شي.