لغمان کې د ترهګریزو پېښو طرح کوونکی ونیول شو.

moi-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۳۰ - ۱۰:۱۰
نیول شوی کس عبدالصمد نومېږي او په لغمان کې د ترهګرو طالبانو یو مهم غړی دی.
یاد کس د لغمان ولایت په اړوند سیمو کې د ترهګریزو پېښو په طرح او سازماندهي کې په ځانګړي ډول پر پولیسو یې په بریدونو کې مهم رول درلوده، چې د اوپراتیفي عملیاتو په لړ کې د لغمان ولایت د مرکز اړوند په بابا صاحب کمپ کې ونیول شو.
نیول شوي کس په لومړنیو څېړنو کې د لغمان ولایت په اړوند سیمو کې په بېلابېلو ترهګریزو پېښو کې په لاس لرلو او ترسراوي اعتراف کړی دی.