ریاض الله درمل د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي مرستیال په توګه وګمارل شو.
د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ د منظورۍ پر بنسټ، ریاض الله درمل د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي مرستیال په توګه وټاکل شو او نن په رسمي ډول د کورنیو چارو وزارت د سرپرست له لوري د یاد وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د پېژندګلوي یاده غونډ نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، چې پکې محمد مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر، مرستیالانو، رییسان او یو شمېر جنرالانو ګډون کړی و.
محمد مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر د یاد وزارت د تأمیناتي مرستیال د پېژندګلوي په غونډه کې یو ځل بیا له فساد سره پر مبارزې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، "چې زموږ او زموږ د همکارانو مبارزه د فساد او هغه کسانو په وړاندې جدي ده چې د سربازانو د تجهیزاتو او جګړه ییزو تسلیحاتو په اکمال کې ځنډ او ټګي کوي او موږ ثابت کړه چې په دې وزارت کې له فساد سره مبارزه دریځ نه پېژني."
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د یاد وزارت نوي تأمیناتي مرستیال ته لارښوونه وکړه، چې له ورځني چاپېریال سره سم د تدارکاتو او لوژستیک سیسټم په پرمختللې ټېکنالوژۍ ورغوي، ترڅو له دې لړۍ په ګټنې هوکړه لیکونه په کم وخت کې ترسره او روڼتیا لا ډېره تضمین شي.
په همدې حال کې، د پېژندګلوي په غونډه کې ریاض الله درمل د کورنیو چارو وزارت تأمیناتي مرستیال د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې له دې وروسته به د کورنیو چارو وزارت منسوبینو او په ځانګړي ډول هغه سربازانو ته چې په لومړۍ کرښه کې د خلکو او هېواد د دفاع لپاره جنکېږي؛ دوی ته به د تجهیزاتو، تسلیحاتو، البسې او خوراکي توکو په رسونه کې هېڅ ډول کم کاري او ځنډ ونه کړي.
د یادولو وړ ده، چې ریاض الله درمل خپلې لوړې زده کړې د ماسټرۍ تر کچې په فرانسې هېواد کې پای ته رسولې او په دې برخه کې د ښه شالید خاوند دی.