کابل کې د نشه يي توکو پنځه پلورونکي ونیول شول.

hakimi-moi
جمعه ۱۳۹۸/۳/۱۷ - ۱۸:۲۲
1

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ولایت د ۸، ۱۷ او ۲۱ ناحیو په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو پر ضد یو لړ عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو پنځه پلورونکي نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو یو ډېر شمېر نشه يي توکي د هیرویینو، شیشه او چرسو له ډوله کشف او ضبط شوي دي.