کندهار کې اوه ترهګر طالبان ونیول شول.
د کندهار ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې اوه ترهګر طالبان ونیول شول.
د کندهار ملي پولیسو اوه هغه ترهګر طالبان نیولي، چې درې یې غلچکي بریدګر او څلور نور یې جنګي طالبان دي.
نیول شویو ترهګرو طالبانو د کندهار په اړوند سیمو کې په ترهګریزو پېښو کې فعاله ونډه درلوده او خپل جرم یې هم منلی دی.