وردګو کې ۱۱۰ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

moi-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۹ - ۱۰:۱۹

د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په شېرخانه، بمبايي او پنه سیمو کې امنیتي ځواکونو یو لړ ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۴۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۶۵ نور یې ټپیان شوي دي.
ترهګرو طالبانو د ملي اردو پر پوستو او د ولسوالۍ پر ودانۍ د ډله ییز برید پلان درلود، چې د امنیتي ځواکونو له ځوابي غبرګون سره مخ شول.
د دې عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو ۲۰ کړۍ ماینونه هم د امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلي او عملیات ملکي مرګ ژوبله نه لري.