تخار کې د ترهګرو طالبانو یو ډلمشر وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۹ - ۹:۲۳
s

تېره شپه امنیتي ځواکونه د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو یو ډلمشر وژل شوی او پنځه نور یې ټپیان شوي دي.
د ترهګرو طالبانو یاد ډلمشر د تخار ولایت د ینګي کلا ولسوالۍ له مېشتو د وسلو په زور پیسې ټولولې.
د نښتې په لړ کې دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.