کابل کې پوليسو له يوې سترې حملې مخنيوی کړی
نن سهار د کورنيو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو له یوې سترې ترهګریزې پېښې مخنیوی کړی.
پولیسو د کابل ښار د نهمې حوزې سیمه کې څه باندې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ضبط کړي دي.
یاد چاودېدونکي توکي چې RDX-HMS نومېږي او د پراخې ويجاړۍ ظرفيت لري، په ۱۱۳۷ پلاستیکي پاکټونو کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، چې په يوه سرای د عملياتو په ترڅ کې ونيول شو. په تړاو یې څو تنه نيول شوي او څېړنې ترې روانې دي.