ننګرهار کې یو کس د ۱۵۰۰ ګولیو د لېږد په تړاو ونیول شو.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۱۰:۹
f

د کورنیو چارو وزارت د ځانګړې قطعې ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې یو کس هغه مهال نیولی، چې غوښتل یې د تفنګچې د ګولیو ۳۰ بستې چې ۱۵۰۰ ګولۍ کېږي، جلال اباد ښار ته ولېږدوي.
یاد کس د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له خوا د درونټې له چوک څخه تر پېژندلو وروسته نیول شوی دی.