ننګرهار کې ۱۹ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

د ننګرهار ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۹ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي د روداتو ولسوالۍ اړوند د غازي امان الله خان په ښارګوټي کې په یو عراده موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، چې د ملي پولیسو له خوا کشف او ضبط شول.
نشه يي توکي د چرسو له ډوله دي.