بلخ او فاریاب کې د الکولي څښاکو دوه کارخونې له منځه یوړل شوې.

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۲۴ - ۱۱:۴۹
 
پولیسو په بلخ او فاریاب ولایتونو کې د الکولي څښاکو دوه کارخونې له منځه وړې، چې په ترڅ کې یې ۴۰۰۰ لیتره الکولي څښاک کشف او ضبط کړي دي.
تېره ورځ د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت د مرکز له نهمې حوزې اړوند سیمو د الکولي څښاکو د تولید او پروسس یوه کارخونه کشف او له منځه وړې.
پولیسو له یادې کارخونې نږدې ۴۰۰۰ لیتره الکولي څښاک ضبط کړي او د شراب جوړونې څلور ماشینونه یې له منځه وړي دي.
همداراز تېره ورځ د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د دې ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په دهندره کلي کې د الکولي څښاکو د تولید یوه کارخونه کشف او ضبط کړه.
له یادې کارخونې ۱۴۴ لیتره الکولي څښاک او یو تولیدي ماشین د پولیسو لاسته ورغلي دي.