پولیسو اوه تنه د وسله والې غلا په تور نیولي.

د نیمروز ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو پنځه تنه د بېلابېلو جنايي قضیو په تور لکه: وسله والې غلاوې، زورواکي او له ترهګرو سره د همکارۍ په تور نیولي.
له دې سره د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت د درېیمې ناحیې په اړوند سیمو کې دوه تنه چې د دوه عراده موټر سایکلونو په غلا یې لاس پورې کوه له یو میل وسلې سره باالفعل له پېژندنې وروسته نیولي دي.