په جوزجان کې د ۱۰ بستریز روغتیايي کلینیک د جوړولو چارې پیل او د اوروژنې آمریت نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د جوزجان ولایت د امنیه قوماندانۍ د ۱۰ بستریز روغتیايي کلینیک د جوړولو چارې د ۹ میلیونه او ۲۹۹ زره افغانیو په لګښت پیل او د دغه ولایت د آقچې ولسوالۍ د اوروژنې آمریت معیاري ودانۍ د ۴ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بنسټ ډبرې اېښودلو او ودانۍ پرانیستلو په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست د تاسیساتو رئیس مولوي فضلالرحمن «حقاني» او د یاد ولایت یو شمېر مسوولینو ګډون کړی و.
د مسوولینو په وینا، روغتیايي کلینیک به په نهو میاشتو کې جوړ او بېلابېلې روغتیايي څانګې به ولري. دغه راز، د اوروژنې آمریت نوې ودانۍ په عصري امکاناتو او اړینو تجهیزاتو سمباله ده، چې د احتمالي پېښو پر مهال به د اوروژنې ځواکونو د فعالیتونو د ښه ترسره کېدو زمینه برابره کړي.