په اوو ولایتونو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۲۴ تنه نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې، د فراه ولایت په مربوطاتو کې د درېیو موټرو د غلا په تړاو ۵ تنه، په کندوز کې د یوې ریکشې د غلا په تړاو ۳ تنه، په هرات کې د ۱۰۰ کیلوګرامه د ښځو د وېښتانو د قاچاق په تړاو ۲ تنه، په تخار کې د قتل په تړاو ۲ تنه او په سرپل کې د قتل په تړاو یو تن نیولي دي.
همداراز، د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار په یوه کور کې یوه میکروف تومانچه، دوه لاسي بمونه، یو شاجور، ۴ فیره مرمۍ او ۳ چړې کشف او ضبط شوې دي.
بلخوا، د هلمند ولایت امنیه قوماندانۍ د شرطې ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت په مرکز او نادعلي، مارجې او باباجي ولسوالیو کې د غلاوو او نورو جرمونو په تړاو ۱۱ تنه نیولي دي.