په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ۲۹ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط شوې

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۴:۳۴
طزرطظر

د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د دوو کشفي عملیاتو په پایله کې، ۲۹ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط کړې دي.

په ضبط شویو وسلو کې ۲۸ میله تومانچې او یو میل نارنجک‌ شامل دي.

د معلوماتو له مخې، هغه کسان چې وسلې یې په واک کې وې، ځانونه یې د وسلو وستاکاران معرفي کول او د وسلو د ترمیم ترڅنګ یې پېر او پلور هم کاوه.