سرپل او تخار ولایتونو کې د ۸۷ کیلوګرامه نشه‌یي توکو او نږدې ۴ زره نشه‌یي ګولیو کشف او ضبط

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۴
شسیبشسیب

د تخار ولایت امنیه قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، د دغه ولایت د ملکیان او خطایانو سیمو او خواجه‌غار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۸۷ کیلوګرامه نشه‌یي توکي کشف او ضبط کړي دي.

همداراز، د سرپل ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې ۳ زره او ۹۳۳ دانې نشه‌یي ګولۍ هم کشف او ضبط شوې دي.

د یادو پېښو په تړاو درې تنه نیول شوي چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.