هلمند کې ۷۵۲ کیلوګرامه بېلابېل نشهیي توکي کشف او ضبط شول
د هلمند ولایت امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، د دغه ولایت د موسیکلا ولسوالۍ د خواجهداد سیمې په مربوطاتو کې ۷۵۲ کیلوګرامه بېلابېل نشهیي توکي کشف او ضبط کړي دي.
د یادې پېښې په تړاو یو تن هم نیول شوی چې د دوسیې تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.