خبرتیا!
د باقیدارو نقلیه وسایطو مالکانو ته خبر ورکول کېږي!
د ریاستالوزراء عالي مقام د ۵۴۴۵ ګڼې، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ۲۴/۷ نېټې د حکم پر بنسټ، د باقیدارو نقلیه وسایطو لپاره د مالیاتي، ترانسپورتي، ښاروالۍ او ترافیکي محصولاتو په برخه کې ورکړل شوی معافیت د روان ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ۲۴/۵ نېټې پای ته رسېږي.
له هغو درنو هېوادوالو غوښتنه کېږي چې د نقلیه وسایطو اسناد یې باقیدار دي، د دې فرصت له پاتې مودې څخه په ګټې اخیستنې خپل اسناد نوي کړي.
د معافیت د مودې له پای ته رسېدو وروسته، د باقیدارو نقلیه وسایطو مالکین مکلف دي چې ټول پاتې محصولات په بشپړ ډول تحویل او د خپلو وسایطو اسناد نوي کړي.
