په پروان کې د ۴۵ کلن سړي د وژنې په تړاو پنځه کم عمره کسان ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۲
asdfasf

د پروان ولایت امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د ۴۵ کلن سړي د وژنې په تړاو پنځه تنه تر ۱۸ کلونو کم عمره کسان پېژندلي او نیولي دي. مقتول د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د جبل‌السراج ولسوالۍ د ګلبهار لمنې په سیمه کې د چاقو په ګوزارونو وژل شوی و.

نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په دې پېښه کې خپل لاس لرل منلي او د پېښې لامل یې پخوانۍ دښمني بللی دی.