د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ منسوبینو د نقلیه وسایطو د غلا په تړاو شپږ تنه وسله‌وال غله نیولي دي

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۴۴
asdfsaf

د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ منسوبینو د نقلیه وسایطو د غلا په تړاو شپږ تنه وسله‌وال غله نیولي دي. یادو کسانو غلا شوي وسایط نورو ولایتونو ته لېږدولي وو، چې د امنیتي منسوبینو په هڅو پنځه عرادې غلا شوي موټر کشف او تر قانوني مراحلو وروسته خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شول.

همداراز، د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په سمنګان ولایت کې د ۱۰ غواګانو د غلا په تړاو یو تن، د کونړ د غازي‌آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ونو د پرې کولو په تړاو څلور تنه او په فراه کې د یوې ریکشا د غلا په تړاو دوه تنه نیولي.