په بامیان ولایت کې د نشه‌يي توکو د پروسس او تولید په تړاو ۹ تنه ونیول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۴۴
sadfasf

د بامیان ولایت امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کشفي عملیاتو په پایله کې د دغه ولایت د شیبر ولسوالۍ په شِکاري دره کې ۹ تنه د نشه‌يي توکو د تولید لپاره د کارېدونکو څه باندې ۲۵۰۰ کیلوګرامه لومړنیو موادو سره نیولي دي.

نیول شوي کسان تر څارنې لاندې دي او د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.