په کاپیسا کې ۹ میله بېلابېل ډوله وسلې ترلاسه شوې
د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په تېرو څو ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۹ میله بېلابېل ډوله وسلې ترلاسه کړې دي، چې کلاشینکوفونه، توپنچې او یو ماین پکې شامل دي.
د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ مسؤلین وایي، د امنیت د ټینګښت، نظم د ساتنې او د ناقانونه وسلو د راټولولو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.