د اقتصادي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست د بانکرونو د دفترونو د ایزوګام اچولو، د چت د کانکرېټ اچولو، د برېښنايي سیستم د ترمیم، د اوبو رسولو د سیستم د ترمیم او د PVC پارتیشنونو د نصبولو چارې پروژې
Publish Date
Closing Date
په دی توګه د ملی تدارکاتو ریاست د تدارکاتو د پالیسی آمریت د (20580) شمیره متحدالمال د دویمی مادی د (6) بند پربنسټ ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږی، د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د اقتصادي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست د بانکرونو د دفترونو د ایزوګام اچولو، د چت د کانکرېټ اچولو، د برېښنايي سیستم د ترمیم، د اوبو رسولو د سیستم د ترمیم او د PVC پارتیشنونو د نصبولو چارې پروژې تړون چې شرکت ساختمانی سرکسازی و تولید مواد ساختمانی شمشاد سحر ته چې د جواز شمېره یې (D-30597) او د کارته پروان څلورلارې، د کابل ښار مرکز،کابل کی موقعیت لري په (5،235،650) افغانۍ ټوليزې بیې اعطا کړی.حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې(اعتراضونه) ولري،کولای شي خپله نیوکه له دلایلو سره یو ځای د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځه کاری ورځو پورې په لیکلي بڼه د کورنیوچارو وزارت تدارکاتو ریاست ته چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په 80 متره سړک موقعیت لري وړاندې کړي. د ا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یاد شوې مودې او ورپسې قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون عقد نه شي.
