د کورنیو چارو وزیر د اروپایي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل
د کورنيو چارو وزير قدرمن خلیفه سراج الدين حقاني، د اروپايي ټولنې شارژدافیر نیکولا بیلومو ته په افغانستان کې دندې د پیل له امله ښه راغلاست ووایه، د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ اړیکې یې مثبتې وبللې او د پخواني استازي له هڅو او ماموريت څخه يې مننه وکړه.
همدا راز په دې کتنه کې د دوهاړخيزو اړيکو په دوام، د همکاريو په پراختيا، له مخدره موادو سره د بريالۍ مبارزې او په دې برخه کې د مرستو غځېدو، په هېواد کې په امنیتي وضعیت، د مثبتو او ګډو موضوعاتو په بنسټ د اړیکو په لا پراختیا او د دواړو لوریو تر منځ د تعامل په ساتلو ټینګار وشو.