په تخار، بدخشان او میدان وردګو ولایتونو کې د سلګونه کیلوګرامه نشهيي توکو کشف او ضبط
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په بېلابېلو عملیاتو کې د بدخشان ولایت د کشم – فیضاباد پر لویه لاره ۲۰۳ کیلوګرامه، د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲۲۹ کیلوګرامه او د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۳۲ کیلوګرامه تریاک، د پلټنو پر مهال کشف کړي او د قاچاق مخه یې نیولې ده.
د یادو نشهيي توکو د قاچاق په تړاو اووه تنه هم نیول شوي چې د شرطې ځواکونو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.