د نشهيي توکو د تولید دوه کارخونې له زرګونو کیلوګرامه ومانو او سلګونو لېټرو تیزابو سره کشف او له منځه یووړل شوې
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د شرطې ځواکونو په جلا جلا اقداماتو کې، د نشهيي توکو د پروسس او تولید دوه کارخونې له زرګونو کیلوګرامه ومان بوټو او «ایف» او سلګونو لېټرو تیزابو سره چې د نشهيي توکو په جوړولو کې کارول کیږي په نیمروز، اروزګان، کندهار، فراه او غور ولایتونو کې کشف او سوځولي دي.