په دایکندي کې د وسایطو او له یو دوکان د اجناسو د غلا په تړاو ۶ تنه نیول شوي
د دایکندي ولایت امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو، په دغه ولایت کې د پنځو موټرسایکلونو او له یو دوکان څخه د یو شمېر اجناسو د غلا په تړاو ۶ تنه نیولي دي.
نیول شوي کسان تر څارنې لاندې دي او د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.