الحاج مولوي مخدوم عبدالخبیر «کمالي» د فاریاب ولایت د امنیه قوماندان په توګه معرفي شو
د فاریاب ولایت د نوي امنیه قوماندان د معرفۍ په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت استول شوي پلاوي، د فاریاب والي الحاج مولوي محمدحنیف «حمزه»، د فاریاب پخواني امنیې قوماندان الحاج ملا سراجالدین «احمدي»، د سمنګان والي الحاج ملا محمدشعیب «رسالت» او د اسلامي امارت یو شمېر مسؤولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو د کشف او مبارزې عمومي ریاست لومړي مرستیال الحاج مولوي عبدالجبار «هجرت» په نظام کې بدلون یو اصل وباله، د یاد ولایت د پخواني امنیې قوماندان له کړنو یې قدرداني وکړه او نوي امنیې قوماندان ته یې د دندو په ترسره کولو کې د بریا هیله وکړه.
وروسته د فاریاب نوي امنیې قوماندان الحاج مولوي مخدوم عبدالخبیر «کمالي» د رهبرۍ له لوري پر ده د باور او د دې مسؤولیت د سپارلو له امله مننه او قدرداني وکړه.
نوموړي ژمنه وکړه چې د سپارل شویو مسؤولیتونو د لا ښه ترسره کولو لپاره به له اړوندو مسؤولینو او منسوبینو سره یوځای لازمې هڅې وکړي او د خلکو د خدمت، نظم او امنیت د ټینګښت په برخه کې به له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.