د سمنګان ولایت لپاره نوی امنیه قوماندان معرفي شو

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۹:۲۸
fasfdf

الحاج ملا محمد نادر «حقجو» د سمنګان ولایت د امنیه قوماندان په توګه معرفي شو.

په همدې موخه د سمنګان ولایت د امنیې قوماندانۍ په جومات کې جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د استول شوي پلاوي په مشرۍ د کشف او جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې لوی ریاست لومړي مرستیال مولوي عبدالجبار «هجرت»، د سمنګان والي الحاج ملا محمد شعیب «رسالت»، د دغه ولایت پخواني امنیه قوماندان الحاج مخدوم عبدالخبیر «کمالي» او د دولتي ادارو یو شمېر رئیسانو، مسوولینو او قومي مخورو ګډون کړی و.

مولوي عبدالجبار «هجرت» د سراسري امنیت پر ټینګښت، د فرامینو پر تطبیق او د خلکو ستونزو ته پر رسېدنې ټینګار وکړ او له نوي امنیه قوماندان یې وغوښتل چې په دې برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي. نوموړي د سمنګان د پخواني امنیه قوماندان د هڅو او خدمتونو قدرداني وکړه او نوي امنیه قوماندان ته یې د بریا هیله څرګنده کړه.

همداراز، د سمنګان نوي امنیه قوماندان الحاج ملا محمد نادر «حقجو» ډاډ ورکړ چې د هېوادوالو د امنیت ټینګښت، د خلکو ستونزو ته د رسېدنې او د دغه ولایت مجاهدینو ته د خدمت په موخه به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.