په نیمروز کې یو شمېر مرمۍ او تېزاب کشف او د انساني قاچاق مخه ونیول شوه
د نیمروز ولایت امنیې قوماندانۍ ځواکونو په دوو جلا اقداماتو کې، د چخانسور ولسوالۍ په مربوطاتو کې په یوه ټویوټا موټر کې ځای پر ځای شوي ۱۵ بوشکې تېزاب کشف کړي او همداراز یې په خاشرود ولسوالۍ کې د ۴۰۰ فیره مرمیو د قاچاق په تړاو یو تن نیولی دی.
دغه راز، د نیمروز ولایت د کُنګ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو دوه تنه قاچاقوړونکي، چې غوښتل یې ۱۰ تنه مسافر په دوو موټرو کې په ناقانونه توګه ایران ته ولېږدوي، له موټرو او مسافرو سره یوځای نیولي دي.