په بدخشان، اروزګان او فراه کې د ۴۷ کیلوګرامه نشه‌يي توکو په ګډون له ۱۰ زره کیلوګرامو زیات ومان کشف او له منځه یووړل شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۲۶
sfdgsdg

د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د یوه کشفي اقدام په ترڅ کې، ۴۷ کیلوګرامه نشه‌يي توکي چې په مهارت د ګازو په ډبو کې ځای پر ځای شوي وو، د دغه ولایت د مرکز فیض‌اباد ښار په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړي دي.

له بلې خوا، د اروزګان ولایت په مربوطاتو کې ۱۰ زره او ۸۳۶ کیلوګرامه ومان بوټي او د فراه ولایت په مربوطاتو کې ۵۰۰ کیلوګرامه نور کیمیاوي او مصنوعي مواد چې د نشه‌يي توکو په پروسس او جوړولو کې کارول کیږي د شرطې ځواکونو له لوري کشف او وسوځول شول.